۰

د ولسمشرغني د غوښتې پر اساس د مسکو غونډه وځنډول شوه

سی شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۶
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تر موافقې وروسته مسکو کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې غونده وځنډول شوه.
د ولسمشرغني د غوښتې پر اساس د مسکو غونډه وځنډول شوه
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تر موافقې وروسته مسکو کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې غونده وځنډول شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې وه، د راتلونکې میلادي میاشتې په څلورمه نېټه مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډه جوړه شي.

دغه غونډې ته افغانستان، ګاونډي او د سیمې یو شمېر هېوادونه، امریکا، چین، هند او د طالبانو هم وربللل شوي و، خو افغانستان او امریکا په دې غونډه کې له ګډون څخه انکار وکړ.

افغان حکومت هغه مهال ویل، چې دوی طالبانو ته د سولې جامع طرحه وړاندې کړې، چې نړیوالو د قناعت وړ هم ګرځېدلې نو ځکه د مسکو په غونډه کې د طالبانو د ګډون اړتیا نه ویني.

افغان حکومت وايي، د سولې پروسې په برخه کې د هر هڅې هرکلی کوي، خو زیاتوي، چې دغه خبرې اترې باید د افغانستان په مالکیت او د افغانانو په مشرۍ وي.

په همدې تړاو افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو د ناستې په اړه تلېفوني خبرې اترې کړې دي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې تلېفوني خبرو کې پر دې سلا شوي، چې د مسکو جوړېدونکې غونډه وځنډول شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه غونډه ځکه ځنډول شوې تر څو افغانستان او روسیه دواړه د دې غونډې له پاره پوره چمتوالی ونیسي.

اعلامیه وايي« که اصلي او اساسي اصول چې هغه د افغانانو په مالکیت سوله ده، په پام کې ونیول شي او هره هغه پروسه چې په دې برخه کې کار کوي، باید په پوره همغږۍ ورته اماده‌ګي ونیول شي، نو د دغو ناستو مؤثریت به زیات کړي.»

همدارنګه ویل شوي چې په دې موده کې به د افغانستان حکومت په کور دننه سلا مشورو ته دوام ورکړي او هم به د دواړو هېوادونو ترمنځ ټیمونه د ناستې د څرنګوالي او وخت معلومولو په خاطر، ګډ کار وکړي.

خبرپاڼه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له خولې وايي، هېواد یې د افغانانو په مالکیت سوله غواړي او په دې برخه کې چمتو دي چې د افغانستان حکومت سره په همغږۍ به هره هڅه او همکاري ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د وزیرانو شورا په غونده کې و ویل، چې افغان حکومت د سولې له پاره د هرې هڅې هرکلی کوي، خو زیاته یې کړه، چې دغه پروسه باید د افغانستان په مالکیت او د افغانانو په مشرۍ تر سره شي او له هغې پرته به کومه ګټه ونه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي