په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نېکي هیلي ویلی داعش د افغانستان په ګډون د نړۍ په ځینو برخو کې ریښې غځولې او ځان ته د امن ځایونو په لټه کې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې زیاته کړې، چې داعش ډله هڅه کوي ځان ته د پښې ځای پیدا کړي، امن مرکزونه او پټنځایونه ولري.
نیکي هیلي د ترهګرۍ او داعش ضد جګړه باندې ټینګار کړی او ویلي یې دي، نړیوال باید ځان ډاډه کړي چې دغه ډله د تل لپاره ختمه شوې ده.
نوموړې ټینګار کړي، چې امریکا د ټولو هغو نړیوالو قوتونو تر څنګ ولاړه ده، چې غواړي د داعش ډلې پر ضد مبارزه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل