۰

مشهور امریکايي سناتور جان مک کېن ومړ

یکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۳
د امریکا د کانګرېس مشهور غړی سناتور جان مک کېن د سرطان د ناروغۍ له کبله د ۸۱ کلونو په عمر ومړ.
مشهور امریکايي سناتور جان مک کېن ومړ
د امریکا د کانګرېس مشهور غړی سناتور جان مک کېن د سرطان د ناروغۍ له کبله د ۸۱ کلونو په عمر ومړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جان مک کېسن دفتر په یوه لنډ بیان کې ویلي، چې نوموړی د خپلې کورنۍ د غړو په حضور کې ومړ.

کورنۍ يې ویلي، هغه چې په ډيسمبر کې له واشنګټنه تللی و د جمعې په ورځ يې د درملنې د درولو تابیا کړې وه.

د مک کېن لور مېګنمک کېن ویلي، اوس به د هغه د کورنۍ دنده دا وي چې د هغه د ژوند له بېلګې، تجربو او مينې سره سم ژوند وکړي.

نوموړې پر خپل ټوېټر لیکلي«راتلونکې ورځې او کلونه به زما د پلار د شتون د وخت په څېر نه وي، خو بیا به هم ښې ورځې وي، د هغه بېلګې په خاطر چې هغه راته پرې اېښې له ژوند او مینې به ډکې وي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د مک کېن پر مړینه خواشني ښودلې او په ټوېټر کې یې لیکلي« د سناتور جان مککين کورنۍ ته د ژورې خواشينۍ او درناوي مراتب وړاندې کوم. زړه او دعا مو له تاسې سره دي.»

باید و ویل شي مک کېن چې  د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د مغزي تومور په سخته ناروغۍ اخته شوی او تر درملنه لاندې و شپږ دورې د امریکا په سنا مجلس کې سناتور پاتې شوی او په ۲۰۰۸ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي