چین هم د افغان حکومت له لوري د وسله والو طالبانو سره د اوربند له اعلان څخه هرکلی کړی او وايي، د افغان سولې له پاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې کابل کې د چین ځانګړي استازي دینګ زیجون د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حینف اتمر سره په ناسته کې کړې دي.
ښاغلي زیجون له ښاغلي اتمر سره لیدنه کې ویلي، د افغانستان د ستونزې حل د سولې خبرې اترې دي او هېواد یې د افغان حکومت له لوري د اوربند ملاتړ کوي.
د هغه په وینا چین په سیمه کې د افغانستان د ثبات لپاره د ټولو هڅو ملاتړی دی او هڅه کوي د افغانستان د سولې په برخه کې خپلې همکارۍ جاري وساتي.
په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر ویلي، چین تل د افغانستان په مسایلو کې مثبت او رغنده رول لوبولی دی او افغان حکومت د چین له دغو هڅو مننه کوي.
باید و ویل شي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو همدا راز د اړیکو پر پراختیا او پرمختګ بحثونه کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل