۰

د امرالله صالح په مشرۍ د روند سبز غړو د اوربند پر ضد لاریون وکړ

دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۲
د ملي امنیت د پخواني رییس امرالله صالح په مشرۍ د روند سبز خوځښت غړو د افغان حکومت له لوري د طالبانو سره د اوربند ضد لاریون وکړ.
د امرالله صالح په مشرۍ د روند سبز غړو د اوربند پر ضد لاریون وکړ
د ملي امنیت د پخواني رییس امرالله صالح په مشرۍ د روند سبز خوځښت غړو د افغان حکومت له لوري د طالبانو سره د اوربند ضد لاریون وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ګوند لسګونه غړي نن دوشنبې د زمري ۲۹ مه کابل کې واټونو ته راوتلي وو او له شوي اروبند سره یې مخالفت څرګند کړ.

دوی په خپلو خبرو کې په هېواد کې د سولې روانې هڅې شکمنې وبللې او ویل یې چې په پټو معاملو سره افغانستان ته سوله نه شي راتلای.

لاریون کوونکو د طالبانو له لوري په غزني، او فاریاب کې وروستیو خونړیو پېښو ته په اشارې سره د پاکستان په ځانګړې توګه د دغه هېواد د پوځ پر ضد هم شعارونه ورکړل او د پاکستان پوځ یې په دې جګړو کې ښکېل وباله.

دوی تر دې شعار لاندې چې هیروونکی له جنایت کوونکي سره مساوي دی و ویل، چې طالبان هره ورځ د پاکستان د پوځ په ملاتړ په افغانستان کې جنایتونه کوي.

لاریون کوونکو د شوي اوربند پر ضد هم شعارونه ورکول او له خلکو یې وغوښتل، چې طالبان د اوربند په ورځو کې ښارونو ته پرېنږدي او که چېرې راشي نو له سټیو او ډبرو یې دې پسې واخلي.

دوی په دې اړه یوه پرېکړه لیک هم واوره و، چې په کې ویل شوي افغان ولس د سولې تږی دی او سوله غواړي، خو په وینا یې سوله په معامله ګریو او د پردې تر شاه نه شي کولای افغانستان کې ثبات ټینګ کړي.

د روند سبز غړو پر حکومت تور پورې کړ، چې د سولې پروسه د خلکو له سترګو پته پر مخ وړي او په خبره یې حکومت باید په دې اړه پوره وضاحت ورکړي او ولس له دې معاملې خبر کړي.

خو ولسمشر محمد اشرف غني تر دې وړاندې په وار وار ویلي، چې سوله به د تړولو دروازو تر شاه او په تیاره کې نه وي، بلکې سوله به په راڼا ورځ راځي، چې په وینا یې په دې اړه د افغانستان له بېلا بېلو اقشارو سره سلا مشورې روانې دي.

بل خوا لاریون کوونکو ویل طالبانو په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې خونړي جنایتونه کړي، او حکومت نباید د اوربند په پلمه دغه ډلې ته اجازه ورکړي، چې د ترهګرۍ د قرباني شویو کسانو پر وړاندې راڅرګند او پر ټپونو یې مالګې ودوړوي.

دغه راز په پرېکړه لیک کې پر نړیواله ټولنه هم غږ شوی و، چې د دوی په وینا د طالبانو د دوه نیمو لسیزو کړي جنایتونه له پامه ونه غورځوي او د هغوی له خوا شوي جنایتونه راوسپړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

په کابل کې د روند سبز د غړو له خوا پر داسې مهال د اوربند پر ضد لاریون کېږي، چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون یکشنې د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ مې کلیزې په لمانځ غونډه کې له طالبانو سره تر ۳ میاشتو پورې په مشروط ډول د اوربند اعلان وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي