د پاکستان نوي لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي، له افغان حکومت سره په ګډه په افغانستان کې د سولې له پاره کار کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان پرون یکشنبې د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ مې کلیزې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې دغه څرګندونې کړې او ټول افغان ولس ته یې د دغه ورځې مبارکي ورکړې ده.
نوموړي په دغه پیغام کې ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د ښو ایړکو غوښتونکی دی او هڅه به وکړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.
هغه ویلي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هر ډول خبرو ملاتړی دی او په دې برخه کې به له افغان حکومت سره هم خپلې همکارۍ جاري ساتي.
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې، هڅه کوي، چې له افغانستان سره د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې اوږدمهاله اړیکې ورغوي او تلپاتې ژمنو ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل