۰

پروان کې یو طالب ولسوال وژل شوی دی

شنبی ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۰
سیمه ییز چارواکي وايي، د پروان ولایت د سیدخېل ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو سره جګړه کې وژل شوی دی.
پروان کې یو طالب ولسوال وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، د پروان ولایت د سیدخېل ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو سره جګړه کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پروان د والي ویانده وحیده شهکار ویلي، د سیدخېل ولسوالۍ له پاره نومول شوی طالب ولسوال مولوي جمشید نومېده.

نوموړي زیاته کړې، چې مولوي جمشید له یوه بل ملګري سره یو ځای تېره شپه (د زمري ۲۷ مه) د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

دا وايي، په دې جګړه کې ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنشنبې په ورځ دفاع وزارت په لوګر کې د دغه ولایت د برکي برک ولسوالۍ له پاره د نومول شوی طالب ولسوال د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي