په سویل ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ۳۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه (د زمري ۲۵مه) د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وايي، طالبانو د څمکنیو ولسوالۍ په سلېمانخېل کلي او شاوخوا سیمو کې پر دریو پوستو بریدونه کړي و، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.
قول اردو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم وايي، په دغه جګړه کې ۱۷طالبان وژل شوي او ۱۴نور ټپیان شوي دي.
بل خوا وسله والو طالبانو هم په څمکنیو کې د بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې زیاتو امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهورخبري آژانس:پکتیا