امریکا متحده ایالاتو په کابل او غزني کې وروستي خونړي بریدونه غندلي او ایي، دوی په سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې د سیاسي حل لپاره هلې ځلې کوي او د سولې له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې واشنګټن هڅه کوي طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي او هلته روانه جګړه کابو شي.
باید و ویل شي، چې په غزني او کابل کې په وروستیو خونړیو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ سلګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
جمهورخبري آژانس:کابل