۰
ولسمشر:

پر غزني برید د ټولو اسلامي هېوادونو په ارزښتونو برید دی

چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پر غزني ښار د وسله والو طالبانو برید د اسلامي نړۍ پر پلازمېنه او د ټولو اسلامي هېوادونو په ارزښتونو برید دی.
پر غزني برید د ټولو اسلامي هېوادونو په ارزښتونو برید دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پر غزني ښار د وسله والو طالبانو برید د اسلامي نړۍ پر پلازمېنه او د ټولو اسلامي هېوادونو په ارزښتونو برید دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن چهارشنبې د زمري ۲۴ مه یې کابل کې د سولې له پاره د افغان ښځو په ملي غونده کې وینا کوله و ویل، چې پر غزني برید یو نه بښونکی عمل او جنایت دی.

ښاغلي غني و ویل دا برید د اسلامي ارزښتونو او د علمای کرامو د ګډې فتوا خلاف عمل دی او پر عامه تاسیساتو، فرهنګي بنسټونو او د بیان د آزادۍ پر ادارو برید د بخښنې وړ نه دی.

ولسمشر زیاته کړه، چې په غزني ولایت کې امنیتي پلان عملي شو او دغه ولایت ته بېړنۍ مرستې او اړین اکمالات رسېدلي دي.

ولسمشر د غزني درد د ځان او ټول ولس درد وباله او ټينګار وکړ چې د غزني خلکو ته د مرستې رسولو بشپړ پلان به ډېر ژر عملي شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي