وسله والو طالبانو له سره صلیب سره امنیتي تړون لغوه کړ

24 اسد 1397 ساعت 14:26

وسله والو طالبانو وايي، له سره صلیب سره هغه تړون لغوه کوي چې د دوی د فعالیتونو لپاره یې ورسره کړی و.


وسله والو طالبانو وايي، له سره صلیب سره هغه تړون لغوه کوي چې د دوی د فعالیتونو لپاره یې ورسره کړی و.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دغه کار د څرخي پله زندان کې د زندانیانو د کړي اعتصاب په غبرګون کې کوي.

طالبانو په اعلامیه کې ویلي سور صلیب هغه کارونه نه کوي، د کومو لپاره چې دغه بنسټ جوړ شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي د څرخي پله زندانیانو حالت ته په اشارې ویلي سور صلیب د ټپیانو درملنه نه کوي، د زنداني افغانانو درملنې او پوښتنې ته نه ځي، خو پر ځای یې هغه کارونه کوي چې ددوی له وظیفوي محدودې بهر دي.

خبرپاڼه وايي، له همدې امله وسله والو طالبانو د یاد تړون د لغوه کولو پرېکړه کړې ده.

سره صلیب او افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107407

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107407/

جمهور
  https://www.jomhornews.com