۰
ملګري ملتونو:

غزني کې انساني فاجعې وښوده، چې نور باید په افغانستان کې جګړه ودرول شي

چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۲
غزني کې انساني فاجعې وښوده، چې نور باید په افغانستان کې جګړه ودرول شي
ملګري ملتونه وايي، په غزني کې وروستۍ خونړۍ انساني فاجعې وښوده، چې نور باید په افغانستان کې جګړه پای ته ورسول شي او سوله وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په هغه خبرپاڼه کې کړې، چې د غزني د جګړې او په کې ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما له خوا خپره شوې ده.

یوناما په دې خبرپاڼه کې ویلي، چې د غزني په پڼځه ورځنۍ جګړه کې له ۱۱۰ تر ۱۵۰ پورې ولسي وګړي وژل شوي او دغه راز ښاریان د ژوند له ګڼو امکاناتو بې برخې او له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي«غزني ښار لا هم د ولسي وګړو له پاره ستونزو کې دی، برېښنا پرې شوې، د څښاک اوبه نشته، خوراکي توکي له کمښت سره مخ دي، لارې تړل شوې، کورونه او مارکېټونه سوځېدلي، میلیونونه زیان اوښتی او خلک د خپل ځان ساتنې غم اخیستي دي.»

د کابل کې د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو په خبرپاڼه کې ویلي، د جګړې ښکېلې غاړې باید بشري مرستندویه ډلو د امنیت په اړه واضح تضمین ورکړي، تر څو دغه ډلې د اړتیا وړ توکي تر خلکو پورې ورسوي.

هغه د غزني جګړه انساني فاجعه بللې او زیاته کړې یې ده، دغه جګړې او فاجعې وښوده، چې په افغانستان کې باید نوره جګړه پای ته ورسول شي، ځکه په وینا یې جګړه د حل لار نه ده.

د یاماموتو په وینا ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې له پاره له هر ډول مرستو په کلکه ملاتړ کوي او له ښکېلو غاړو غواړي، چې د جګړې پر ځای د سولې خبرې اترې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي