۰

دفاع وزات ومنله چې غورماچ کې ۱۷ پوځیان وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۷
د افغانستان دفاع وزارت منلې، چې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر یوه اډه د طالبانو په برید کې ۳۴ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزات ومنله چې غورماچ کې ۱۷ پوځیان وژل شوي دي
د افغانستان دفاع وزارت منلې، چې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر یوه اډه د طالبانو په برید کې ۳۴ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو وړمه ورځ د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د چینایانو په نوم د افغان پوځ پر یوه پوځي اډه برید وکړو او دوه ورځې یې دغه اډه کلابند کړې وه.

په همغه ورځ د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې و ویل، چې په غورماچ کې د پوځ پر یوه اډه طالبانو برید کړی، خو زیاته یې کړه، چې افغان پوځیانو په پوره توان د هغوی مقاومت کړی دی.

خو د دفاع وزیر تر څرګندونو یوه ورځ وروسته په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو تاييد کړه، چې د چینایانو په نوم د افغان پوځ یوه اډه د طالبانو تر کلابندۍ لاندې وه او دغه اډه یې نیولې ده.

هغه مهال د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف ویلي و، چې په دې کمپ کې تر ۱۰۰ پورې سرتېري و، چې ځینې یې وژل شوي، ځینې ټپیان او یو شمېر نور طالبانو ته تسلیم شوي دي.

ملي دفاع وزارت هم تایید کړې، چې د چینایانو په نوم پوځي کمپ طالبانو نیولی او هلته یې ۳۴ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید اسوشیټیډ پرس ته ویلي، چې په غورماچ کې د کمپ چینایا په نوم پوځي اډه د طالبانو په برید کې ۱۷ پوځیان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي