۰

زابل کې ۷ طالبان او ۷ پولیس وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۱
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، زابل ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو غاړو ۱۴ تنه وژل شوي دي.
زابل کې ۷ طالبان او ۷ پولیس وژل شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، زابل ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو غاړو ۱۴ تنه وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو پرون سه شنبې د زمري ۲۳ مه د کابل – کندهار پر لویه لار د زابل ولایت د مرکز کلات اړوند سیمه کې د پولیسو پر ځینو پوستو بریدونه کړي دي.

امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو په برید کې ۷ پولیس سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي، خو په ځوابیه برید کې ۷ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د زابل امنیه قوماندانۍ په دغه ولایت کې د جګړې او د پولیسو د وژل کېدو پخلی کړی، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي