۰

امریکا او سعودي عربستان پر افغان سوله او اوربند خبرې کړې دي

سی شنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۳
لوېدیځې رسنۍ وايي، امریکايي او د سعودي عربستان چارواکو د افغان سولې او اوربند په اړه خبرې اترې او په افغانستان کې د سولې پر راتګ ټينګار کړی دی.
امریکا او سعودي عربستان پر افغان سوله او اوربند خبرې کړې دي
لوېدیځې رسنۍ وايي، امریکايي او د سعودي عربستان چارواکو د افغان سولې او اوربند په اړه خبرې اترې او په افغانستان کې د سولې پر راتګ ټينګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس ویلي دغه خبرې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او سعودي پادشا تر منځ شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې مایک پمپیو او د سعودي عربستان پادشا په افغانستان، عراق او سوریه کې پر روانو حالاتو خبر اترې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا هڅې ګړندۍ دي او دا هڅه هم روانه ده، چې په راتلونکي اختر کې اوربند رامنځ ته شي.

د پمپيو په وینا، په دې برخه کې ديپلوماتیکې هڅې بریالۍ دي او سعودي عربستان ته هم په کار ده، چې خپلې مرستې و نه سپموي.

په ورته وخت کې د سعودي عربستان پادشا هم ویلي، چې په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسولو لپاره باید د سولې خبرې وشي او اوربند رامنځ ته شي.

نوموړي هم زیاته کړې چې د سولې په برخه کې به خپلې همکارۍ نه سپموي او د ترهګرۍ ضد اقداماتو په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي