۰

ملګري ملتونه: لا هم عراق او سوریه کې تر ۳۰ زرو داعشیان شته

سی شنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۴
د ملګرو ملتونو د څېړونکو یوې ډلې په یوه راپور کې ویلي، چې لا هم په عراق او سوریه کې له ۲۰ تر ۳۰ زرو پورې داعشیان شته دي.
ملګري ملتونه: لا هم عراق او سوریه کې تر ۳۰ زرو داعشیان شته
د ملګرو ملتونو د څېړونکو یوې ډلې په یوه راپور کې ویلي، چې لا هم په عراق او سوریه کې له ۲۰ تر ۳۰ زرو پورې داعشیان شته دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د څېړونکو په دې راپور کې ویل شوي، چې داعش د لا پراختیا په حال کې دی او دغه راز القاعده شبکه لا هم تر پخوا ځواکمنه شوې ده.

په راپور کې د داعش د پراختیا په اړه راغلي، چې دغه ډله پر عراق او سوریه سربېره په افغانستان، لیبیا، د آسیا په سویل ختیځ او د افریقا په لوېدیځ کې خواخوږي لري.

دغه راز په راپور کې ویل شوی، چې القاعده شبکه هم تر پخوا غښتلې شوې او دا ډله هم د نړۍ په ځانګړي ټول په سومالیا، یمن، جنوبي آسیا او د افریقا په څنډو کې خواخوږي لري.

دغه راپور چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم وړاندې شوی، په کې راغلي دي، که څه هم د داعش ډلې ډېر قوماندان، او جنګیالي وژل شوي او ځینو یې د جګړې سیمې پرېښې دي، خو بیا هم په عراق او سوریه کې شتون لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي