۰

غزني: په تازه نښتو کې ۵۱ طالبان وژل شوي دي

دوشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۶
د کورنیو چارو وزارت وايي، غزني ښار کې د تازه هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
غزني: په تازه نښتو کې ۵۱ طالبان وژل شوي دي
د کورنیو چارو وزارت وايي، غزني ښار کې د تازه هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هوايي ځواک پرون له غرمې وروسته د غزني ښار د کلانتر کلا او حاجي کلا په سیمو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې ۵۱ وسله وال طالبان وژل شوي او لا هم په غزني ښار کې د طالبانو پر ضد پوځي او چانیز عملیات دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونه ځکه په احتیاط سره عملیات کوي، چې طالبانو د ولسي وګړو له کورونو او عامه ځایونو څخه د سپر په توګه کار اخلي.

دغه وزارت ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به د غزني ښار د طالبانو له شتون پاک او امنیتي وضعیت به کابو شي.
بل خوا د ولسمشر په امر تازه دمه ځانګړي ځواکونه غزني ښار ته رسېدلي، چې ویل کېږي د وسله والو پر ضد یې پراخ عملیات پيل کړي دي.

د دې تر څنګ ویل کېږي د ملي امنیت شپږ سوه ځانګړي ځواکونه هم غزني ښار ته رسېدلي او دا مهال د جګړې رهبري د ملي امنیت ریاست لاس کې ده.

باید و ویل شي، چې وسله والو طالبانو د تېرې پنشنبې په شپه په غزني ښار له څلورو خواو بریدونه پیل کړي، چې د ښار ځینو برخو ته یې ځانونه رسولي، خو د چارواکو په وینا دوی د طالبانو بریدونه شنډ کړي او هغوی یې شاه تګ ته اړ کړي دي.

تر اوسه د غزني ښار د جګړې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نشته خو راپورونه وايي، په جګړه کې د ولسي وګړو په ګډون لسګونه طالبانو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي