۰

د ملا تره خيل پلويانو د ټاکنو کمېسيون مرکزي دفتر دروازې وتړلې

دوشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۱
وروسته له هغې چې د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د ملا ترخېل محمدي په ګډون ۳۵ تنه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو د نوملړ څخه و ایستل، د هغه پلویانو په اعتراض لاس پورې کړی دي.
د ملا تره خيل پلويانو د ټاکنو کمېسيون مرکزي دفتر دروازې وتړلې
 وروسته له هغې چې د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د ملا ترخېل محمدي په ګډون ۳۵ تنه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو د نوملړ څخه و ایستل، د هغه پلویانو په اعتراض لاس پورې کړی دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملاترخېل پلویانو نن دوشنبې د زمري ۲۲ مه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مخې ته خېمه وهلې او د کمېسیون دروازه یې تړلې ده.

باید و ویل شي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دوه ورځې وړاندې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو وروسته لېست اعلان کړ.

له دغه لېست څخه د ولسي جرګې د اوسني غړي ملاترخېل محمدي په ګډون د یادې جرګې یو شمېر نور غړو نومونه هم لرې کړای شوي دي.

له لېست څخه پر ایستل شویو کسانو توری دی، چې ځینې یې وسله والې ډلې لرې، ځینې د وسله والو ډلو غړیتوب لري، ځینې یې د ځمکو په غصب، ځینې په قتلونو او یو شمېر نورو جنایتونو کې لتاړ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي