سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۱۷ تنه وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه د زمري ۱۹ مه د هرات ولایت اوبۍ ولسوالۍ کې وروسته له هغې رامنځ ته شوې، چې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر ځینو پوستو بریدونه وکړل.
د هرات سرپرست امنیه قوماندان سید محمد احمدي وايي، د طالبانو په برید کې پنځه سیمه ییز او یو ملي پولیس وژل شوی دی، خو په ځوابیه برید کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د جګړې څو ساعته دوام درلود، خو د تازه نفسه ځواکونو په رسېدو سره طالبان په شاه تمبول شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:هرات