۰

ولسمشر د غزني، فراه او زابل د امنیت په اړه سپارښتنې کړې دي

شنبی ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۸
د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډه کې د څو ولایتونو امنیتي وضعیت ارزول شوی دی.
ولسمشر د غزني، فراه او زابل د امنیت په اړه سپارښتنې کړې دي
د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډه کې د څو ولایتونو امنیتي وضعیت ارزول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه غونډه کې د ملي امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه هم حضور درلود او په کې د غزني، فراه او زابل ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو.

خبرپاڼه وايي، د غزني امنیتي مسوولانو په دغه ولایت کې د وروستیو تازه امنیتي تحولاتو په هکله ولسمشر ته راپور ورکړ.

د سرچینې په وینا ولسمشر په دغه غونډه کې امنیتي او دفاعي چارواکو ته د یادو ولایتونو د امنیت د تامین او اړینو اقداماتو د ترسره کېدو سپارښتنه کړې ده.

دیادونې وړ ده، چې تیره شپه وسله والو طالبانو پر غزني ښار له څو خواوو ډله ییزبریدونه وکړل.

د غزني چارواکو او ملي دفاع وزارت په جګړه کې تر ۱۵۰ زیاتو طاللبانو ته مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی دی خو طالبانو بیا د لسګونه افغان سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي