۰

غزني کې لا هم وضعیت سم نه دی او کمانډو ځواکونه چاڼیز عملیات کوي

شنبی ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۱
راپورونه وايي، پر غزني ښار او شاوخوا سیمو د وسله والو طالبانو له دلیزه بریدونو وروسته لا هم د دغه ښار امنیتي وضعیت ښه نه دی.
غزني کې لا هم وضعیت سم نه دی او کمانډو ځواکونه چاڼیز عملیات کوي
راپورونه وايي، پر غزني ښار او شاوخوا سیمو د وسله والو طالبانو له دلیزه بریدونو وروسته لا هم د دغه ښار امنیتي وضعیت ښه نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي خلکو شپه او ورځ په وېره کې تېره کړې او نن هم ښار کې وضعیت ښه نه ښکاري او کمانډو ځواکونو چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په شپه د ښاغلي ښار په شاوخوا امنیتي پوستو او ان غزني ښار کې پر یو شمېر دولتي ودانیو بریدونه پیل کړل.

هغوی ځینې امنیتي پوستې او ځینې دولتي ادارې هم ونیولې، خو د افغان کمانډو ځواکونو په رسېدو سره وسله وال طالبان پر شاه وتمبول شول او د چارواکو په وینا درنه مرګ ژوبله ورته و واوښته.

که څه هم د جګړې له امله د افغان ځواکونو، ولسي وګړو او وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره لا هم نشته، خو ځینو چارواکو لوېدیځو رسنیو ته ویلي، چې په دغه جګړه کې تر ۱۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بهرنیو ځواکونو ویلي، د دوی چورلکو هم د جګړې پر مهال د افغان هوایي ځواک ملاتړ کاوه او بې پیلوټه الوتکې پر طالبانو برید کړی دی.

دفاع وزارت وايي، طالبان پر شاه تمبول شوي او کمانډو ځواکونه چاڼیز عملیات کوي، خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ویلي، ځینې طالبان د برید په لومړیو کې په کورونو کې پټ شوي، چې ځانګړي ځواکونه یې پر وړاندې په احتیاط عملیات کوي.

امنیتي چارواکي وايي، د ښار بشپړ کنټرول د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی خو طالبانو ویلي د غزني ښار کنټرل یې تر لاسه کړی دی.

له دواړو لورو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نشته، خو له برید سره سم په غزني ښار کې ټولو مخابراتي شبکو کار پرېښې دی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي