۰
سن او ډیلي ټلګراف ورځپاڼې:

طالبانو د داعش ماتولو لپاره امریکا نه مرسته غوښتې او جګړې ته تیاری نیسي

پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۹
برېتانوي ورځپاڼو سن او ډیلي ټلګراف راپور ورکړی، چې وسله والو طالبانو د داعش د ماتولو له پاره د امریکا نه مرسته غوښتې او د دغه جګړې له پاره تیاری نیسي.
طالبانو د داعش ماتولو لپاره امریکا نه مرسته غوښتې او جګړې ته تیاری نیسي
برېتانوي ورځپاڼو سن او ډیلي ټلګراف راپور ورکړی، چې وسله والو طالبانو د داعش د ماتولو له پاره د امریکا نه مرسته غوښتې او د دغه جګړې له پاره تیاری نیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سن ورځپاڼې ویلي طالبانو د داعش پر وړاندې پراخو عملیاتو له پاره تابیا کړې او له امریکا یې غوښتي، چې په ننګرهار کې دې هوايي بريدونه نه کوي، څو د دوی وسله وال د داعش پر وړاندې د جګړې پر مهال ژوبل نه شي.

د ورځپاڼې په باور تمه ده چې د ننګرهار په درېيو ولسواليو کې د طالبانو له لوري د داعش پر وړاندې پراخ عمليات وشي چې څو اوونيو ته به وغځېږي.

ورځپاڼه وایي، د دغه جګړې مشري به د طالبانو سره قطعه پر غاړه ولري.

بل خوا ډیلي ټیلګراف هم لیکلي، چې طالب قومندانان په ننګرهار او ددغه ولایت شاوخوا سیمو کې دداعش ډلې پر ضد د پراخو عملیاتو لپاره تیاری پيل کړی دی.

دغه ورځپاڼه هم وايي، دا مهال  د طالبانو د سرې قطعې غړي د افغانستان له ګوټ ګوټ ننګرهار ته ځي او دلته به د دغه ډلې پر وړاندې جګړه کوي.

برېناتوي ورځپاڼې له امریکا د طالبانو د مرستې غوښتنې خبر پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن ویلي وو، دوی به طالبان وهڅوي، چې د داعش پر وړاندې عملیات پراخ کړي.

که څه هم طالبانو د دغه برېتانوي ورځپاڼو د راپورونو په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې د جنرال نېکولسن خبرو ته په غبرګون کې ویلي و، چې طالبان د هېچا هڅونې ته اړتیا نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي