۰

چین هم غواړي، چې ځان د ټاپي پروژه کې شریک کړي

پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۶
پاکستاني چارواکي وايي، چین هم غواړي د ترکمنستان، افغانستان، هند او پاکستان تر منځ ټاپي یا ګازو پروژه کې ځان شریک کړي.
چین هم غواړي، چې ځان د ټاپي پروژه کې شریک کړي
پاکستاني چارواکي وايي، چین هم غواړي د ترکمنستان، افغانستان، هند او پاکستان تر منځ ټاپي یا ګازو پروژه کې ځان شریک کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د ګازو د ادارې مشر مبین صولت چین غواړي له پاکستانه یوه فرعي نل لیکه بیجنګ ته وغځوي.

د هغه په وینا په اصل کې دا نل لیکه د چین د هغه پلان برخه ده، چې غواړي له ترکمنستانه د ګازو د انتقال پروژې سره یو ځاې شي.

نوموړي وویل دا نل لیکه چین ته د منځنۍ اسیا له لوړو ژورو او په غرونو کې له راتېرېدونکې نل لیکې نه ارزانه پریوځي.

د تاپي پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ له منځنۍ اسیا څخه د ګازو د انتقال یوه ګډه پروژه ده چې ۹.۶ میلیارده ډالر پرې لګول کیږي.

دا پروژه به د کال ۳۳ میلیونه کیوبک مېتره ګاز ولېږدوي. د تاپي پروژه په افغانستان کې د ځینو امنیتي ستونزو له کبله څو وارې وځنډول شوه، خو اوس ټاکل شوې چې په دوو پړاونو کې پلې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي