۰
زلمي خلیلزاد:

امریکا یوازې زمینه برابروي، پرېکړې د افغان حکومت او طالبان کار دی

پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
پخواني امریکايي سفیر زلمي خلیلزاد وايي، د افغان سولې په اړه امریکا یوازې د منځګړیتوب او مخامخ خبرو د زمینې برابرولو هڅه کوي او د سولې اصلي مذاکرات به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وي.
امریکا یوازې زمینه برابروي، پرېکړې د افغان حکومت او طالبان کار دی
پخواني امریکايي سفیر زلمي خلیلزاد وايي، د افغان سولې په اړه امریکا یوازې د منځګړیتوب او مخامخ خبرو د زمینې برابرولو هڅه کوي او د سولې اصلي مذاکرات به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد له آزادۍ رادیو سره په یوه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، د امریکا دریځ لا هم دا دی چې د افغانستان د مسایلو په اړه فیصله باید د افغان حکومت او د طالبانو په ګډون د نورو اړخونو ترمنځ وي.

هغه ویلي، چې سولې ته هیلې شته او ګڼ طالبان هم د پخوا په پرتله سولې ته ډېر لېواله شوي او غواړي، چې نور سوله وکړي.

نوموړي زیاته کړې«یوه مسئله د پخوا په پرتله له سولې سره د طالبانو زیاته علاقه ده، بله د اختر په ورځو کې د اوربند ټینګېډل او د بندیانو خوشې کېدلو مسئله ده چې په دې ورځو کې ډېرې خبرې ورباندې کېږي، نو د ځیني پرمختګونو لپاره اميد شته خو دا اوږده لار ده.»

زلمی خلیلزاد دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پر طالبانو د سولې له پاره فشارونه زیات دي، خو په وینا یې د سولې راتګ به وخت ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي