۰

غزني کې پر طالبانو خپل موټر بم چاودلی دی

پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۹
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې پر وسله والو طالبانو خپل موټر بم چاودنه کړې، چې له امله یې پنځه طالبان وژل شوي دي.
غزني کې پر طالبانو خپل موټر بم چاودلی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې پر وسله والو طالبانو خپل موټر بم چاودنه کړې، چې له امله یې پنځه طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د زمري ۱۷ مه د غزني ولایت مرکز ته څېرمه د منګور په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د غزني امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو له چاوېدونکو توکو ډک موټر له یوه ځایه بل ته لېږداوه، چې چاودنه یې کړې دده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې چاودنه کې د طالبانو یو سرګروپ رحیم الله چې په ملا ذاکر مشهور او د ملا شېرآغا په دلې پورې ترړلی و له څلورو ملګرو سره وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، او نه هم طالبانو تر اوسه کوم غبرګون ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي