۰

بلخ کې چاودنې ۱۲ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۹
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخ کې چاودنې ۱۲ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د زمري ۱۷ مه د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د قوشې قزل په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د بلخ د پولیسو ویاند شېرجان درانی وايي، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د ولسي وګړو یو سراچه موټر او یو موټر سایکل له دې سیمې د تېرېدو په حال کې وو.

نوموړي زیاته کړې، چې په چاودنه کې کې څلور مېرمنې، دوه ماشومان او دوه نارینه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې معلوما نشته.

تر اوسه د چاودنې مسؤولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي