۰
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس:

د شکایتونو کمېسیون باید ژر د نوماندانو وروستۍ لېست موږ ته وسپاري

چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۸
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ټاکنو د شکایتونو اورېدلو کمېسیون تر اوسه د نوماندانو وروستۍ لېست له دوی سره نه دی شریک کړی او هیله لري، چې ډېر ژر وروستۍ نوملړ ورته وسپاري.
د شکایتونو کمېسیون باید ژر د نوماندانو وروستۍ لېست موږ ته وسپاري
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ټاکنو د شکایتونو اورېدلو کمېسیون تر اوسه د نوماندانو وروستۍ لېست له دوی سره نه دی شریک کړی او هیله لري، چې ډېر ژر وروستۍ نوملړ ورته وسپاري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن چهارشبنې د زمري ۱۷ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې په وار وار یې د شکایتونو له کمېسیون څخه د وروستي لېست د ورسپارولو غوښتنه کړې خو په وینا
نوموړي و ویل«موږ د شکایتونو له کمېسیون څخه په وار وار غوښتي، مکتوب مو ورلېږلۍ د ګدې ناستې وړاندیز مو ورته کړی، خو په خواشنۍ هغوی تر اوسه د نوماندانو وروستۍ نوملړ موږ ته نه دی سپارلي، چې زموږ چارې یې له ستونزو سره مخ کړې، هیله موده چې د شکایتونو کمېسیون خپلې چارې ژر تر ژره بشپړې کړي او موږ ته وروستۍ لېست راولېږي.»
یې هغوی تر اوسه دغه لېست د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته نه دی سپارلي.

ښاغلي صیاد و ویل، چې د شکایتونو د کمېسیون له خوا د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو د وروستي نوملړ نه ورسپارلو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارې له ځند او خنډ سره مخ کړې دي.

نوموړي و ویل«موږ د شکایتونو له کمېسیون څخه په وار وار غوښتي، مکتوب مو ورلېږلۍ د ګدې ناستې وړاندیز مو ورته کړی، خو په خواشنۍ هغوی تر اوسه د نوماندانو وروستۍ نوملړ موږ ته نه دی سپارلي، چې زموږ چارې یې له ستونزو سره مخ کړې، هیله موده چې د شکایتونو کمېسیون خپلې چارې ژر تر ژره بشپړې کړي او موږ ته وروستۍ لېست راولېږي.»

د هغه په وینا د شکایتونو کمېسیون ځکه باید دغه نوملړ ژر نهايي کړي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه لېست له نړیوالو او مرستندویه ټولنو سره شریک کړي تر څو قره کشي وشي او د رایه ورکولو او نوماندان پاڼې ډیزاین او چاپ شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس خبردارۍ ورکړ، چې که د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون ژر دوی ته د نوماندانو نوم لړ ونه سپاري او ټاکنې له ځنډ او خڼډ سره مخ شي نو مسؤولیت به یې هم د شکایتونو کمېسیون تر غاړې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي