ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوایي ځواک د اروزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي او ۵۳ غړي یې ورته وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې د زمري ۱۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه هوايي بریدونو کې یو شمېر طالبان ټپیان شوي هم دي، خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ په دې عملیاتو کې د وسله والو دوه مرکزونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
بل خوا دفاع وزارت د هلمند ولایت په دېشو ولسوالۍ کې هم د هوايي بریدونو پر مهال د ۱۰ طالبانو د وژل کېدو او ۱۵ نور د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
طالبانو د دواړو بریدونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
دفاع وزارت پر داسې مهال په چنارتو ولسوالۍ کې د ګڼو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې پر دغه ولسوالۍ وسله والو طالبانو سخت بریدونه وکړل او ولسوالي یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړې وه.
هغه مهال سیمه ییزو چارواکو ویل، چې د طالبانو په دغه بریدونو کې د افغان پوځ تر ۴۰ پورې سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل