د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوخ ځانګړو ځواکونو د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد یو لړ عملیات تر سره کړي، چې درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د زمري ۱۷ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات د هرات د شینډنډ ولسوالۍ د امارت، شهرآباد او سنګچال په سیمو کې تر سره شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په عملیاتو کې د دوه قوماندانانو په ګدون ۲۱ طالبان وژل شوي، دوه عرادې موټر، ۶ موټرسایکلونه، ۲ میله کلاشنکوف، درې میله تومانچې او یو راکېټ ویشتونکی د افغان ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په وژل شویو طالبانو کې د ناني او سبزګل په نوم د طالبانو دوه مهم قوماندان هم شامل دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا دفاع وزارت وايي، د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواک په عملیاتو کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو په دې اړه هم غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل