۰

نامعلومه وسله والو پروان کې یو دیني عالم وژلی دی

چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۰
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو پروان ولایت کې یو دیني عالم په ډزو وژلی دی، چې جسد یې نن موندل شوی دی.
نامعلومه وسله والو پروان کې یو دیني عالم وژلی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو پروان ولایت کې یو دیني عالم په ډزو وژلی دی، چې جسد یې نن موندل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، خو د وژل شوي دیني عالم مړی په چاریکارو کې موندل شوی دی.

د جبل السراج ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي، وژل شوي دیني عالم مولوي احمده نومېږي او د چاریکارو ښار د تتمدره د سیمې اصلي اوسېدونکی دی.

د هغه په وینا مولوي احمدشاه په دغه ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی خو جسد یې نن چهارشبنې د زمري ۱۷ مه سهار د پروان مرکز چاریکارو ښار د آبیارۍ کانال په سیمه کې پولیسو موندلی دی.

نوموړي و ویل، چې تر اوسه د دغه دیني عالم د وژلو علت او لامل نه دی معلوم شوی خو پولیسو په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې د پروان امنیه قومانداني وايي، دوی د دغه دیني عالم د قتل په تور یو نفر نیولی، چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي