۰

افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو بل زندان مات کړ

چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۲
افغان کمانډو ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه بل زندان چاپه وهلې هغه یې مات کړی او زندانیان یې ترې راخوشي کړي دي.
افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو بل زندان مات کړ
افغان کمانډو ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه بل زندان چاپه وهلې هغه یې مات کړی او زندانیان یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتره نن چهارشنبې د زمري ۱۷ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان کمانډو ځواکونو تېره شپه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات تر سره کړل.

خبرپانه کې راغلي، د دې عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو زندان مات او ۱۰ تنه زندانیان ترې راخوشي شول، چې شپږ تنه یې ولسي وګړي او څلور تنه پولیس دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان کمانډو ځواکونو د تېرې شنبې په شپه هم د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات او ۶۱ زندانیان یې ترې راخوشي کړل.

دا په تېره یوه میاشت کې د طالبانو څلورم زندان دی، چې د افغان کمانډو ځواکونو له خوا مات او بندیان ترې آزادېږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي