ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کاپسا ولایت ته ولاړ او د دې ولایت له چارواکو او ولسونو سره به غوندې ولري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني نن چهارشبنې د زمري ۱۷ مه سهار کاپیسا ولایت ته رسېدلی دی.
ولسمشر به کاپیسا کې د ګلبهار د برېښنا د ۲۲۰/۲۰ کیلوولټه ظرفیت لرونکي سب سټیشن پرانسته وکړي.
دغه راز به ښاغلي غني د کاپیسا د ملکي او نظامي مسؤولینو تر څنګ ښځو، ځوانانو او د مدني ټولنې استازو، ښوونکو او د پوهنتون استادانو، علماوو، مشرانو او متنفذینو او ولسوالانو سره جلا جلا کتنې ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل