۰

لوګر کې دوه خطرناک مجرمین نیول شوي دي

سی شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۱
د کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو افغان پولیسو په لوګر ولایت کې دوه خطرناک او متکرر مجرمین چې وروڼه دي نیولي دي.
لوګر کې دوه خطرناک مجرمین نیول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو افغان پولیسو په لوګر ولایت کې دوه خطرناک او متکرر مجرمین چې وروڼه دي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن سه شبنې د زمري ۱۶ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېرشپه د لوګر د مرکز پل علم اړوند سیمه کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د خالد په نوم یو متکرر مجرم او د هغه ورو چې په دې کړنو کې ورسره شریک وو نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، خالد او د هغه ورور په سازمان شویو جرایم، لکه سړي تښتونې، ترور، ماین اېښودنې او د مسافرو په لوټلو کې لاس درلود.

خبرپانه وايي، نیول شویو مجرمینو د دشت سقاوې او مرکز پل علم تر منځ پرته لار باندې د مسافرو په لوټلو کې مهم رول درولود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي