۰

ولسمشر غني له حامد کرزي او یو شمېر سیاسي مشرانو سره ولیدل

سی شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمېر مهمو سیاسي څېرو سره لیدلي او پر ګڼو موضوعاتو یې ورسره خبر اترې کړې دي.
ولسمشر غني له حامد کرزي او یو شمېر سیاسي مشرانو سره ولیدل
افغان ولسمشر محمد اشرف
ولسمشر په دغه لیدونو کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، خپل لومړي مرستیال جنرال دوستم، د اجرائیه ریاست لومړي او دوهم مرستیال انجینر محمد خان او محمد محقق، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف، جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي، د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطا محمد نور، د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي، سید حامد ګیلاني، عبدالهادي ارغندیوال، محمد یونس قانوني، محمد اکبري، انورالحق احدي، حاجي دین محمد، محمد الماس زاهد، او یو شمر نورو سیاسي څېرو سره وکتل.
غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمېر مهمو سیاسي څېرو سره لیدلي او پر ګڼو موضوعاتو یې ورسره خبر اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني له سیاسي مشرانو سره په جلا جلا توګه مشورتي ناستې درلودې.

ولسمشر په دغه لیدونو کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، خپل لومړي مرستیال جنرال دوستم، د اجرائیه ریاست لومړي او دوهم مرستیال انجینر محمد خان او محمد محقق، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف، جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي، د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطا محمد نور، د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي، سید حامد ګیلاني، عبدالهادي ارغندیوال، محمد یونس قانوني، محمد اکبري، انورالحق احدي، حاجي دین محمد، محمد الماس زاهد، او یو شمر نورو سیاسي څېرو سره وکتل.

ښاغلي غني د نورو مسایلو تر څنګ پر دریو اساسي موضوعاتو، سوله، اوربند او راتلونکو ټاکنو په اړه له دغه سیاسي مشرانو سره خبرې اترې او سلا مشورې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ټولو سیاسي مشرانو په پورته دریو مواردو او دغه راز د افغانستان د روان امنیتي وضعیت
ښاغلي غني د نورو مسایلو تر څنګ پر دریو اساسي موضوعاتو، سوله، اوربند او راتلونکو ټاکنو په اړه له دغه سیاسي مشرانو سره خبرې اترې او سلا مشورې کړې دي.
په اړه خپلې سلا مشورې له ولسمشر غني سره شریکې کړې.

خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني له دغه مشرانو سره په خبرو کې ویلي، چې د هېواد پر مهمو او ملي موضوعاتو له سیاسي ګوندونو او مشرانو سره سلا مشورې د روان حالت څخه د هېواد د ایستلو یو اصل او اساسي لار وبلله او ټینګار یې وکړ، چې دغه ډول ناستو ته به دوام ورکوي.
 
ولسمشر له سیاسي
د سرچینو د معلوماتو له مخې وړاندې چې د افغان سولې په تړاو کومې غوندې د سولې عالي شورا، د عالمانو شورا، سعودي کې د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو غونډه، له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې او ځینې نورې هڅې شوې او یا کېږي هغه د سولې د مذاکراتو له پاره د زمینې برابرولو په موخه وې او د سولې اساسي خبرې به له لوی اختر څخه وروسته پیل شي.
مشرانو سره پر داسې مهال ګوري، چې ویل کېږي افغان حکومت په لوی اختر کې له وسله والو طالبانو سره د یوه اوږد مهاله اوربند په هڅه کې دي.
 
ځینې سرچینې وايي، ښايي په لوی اختر کې اوږد مهال اوربند وشي او تر لوی اختر وروسته د افغان سولې په اړه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ اساسي خبرې اترې پیل شي.
 
د سرچینو د معلوماتو له مخې وړاندې چې د افغان سولې په تړاو کومې غوندې د سولې عالي شورا، د عالمانو شورا، سعودي کې د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو غونډه، له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې او ځینې نورې هڅې شوې او یا کېږي هغه د سولې د مذاکراتو له پاره د زمینې برابرولو په موخه وې او د سولې اساسي خبرې به له لوی اختر څخه وروسته پیل شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي