۰

فارب کې پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه پر شاه تمبول شوي دي

سی شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۶
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې پر ځینو امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او هغوی ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فارب کې پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه پر شاه تمبول شوي دي
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې پر ځینو امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او هغوی ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن سه شنبې د زمري ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه ۱۱ بجې د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستو او د غورماچ پر کمپ بریدونه پیل کړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ دغه جګړې دوه ساعته دوم وکړي، چې په ترڅ کې یې ۸ طالبان وژل شوي، ۶ ټپیان او نور یې په تېښته بریالي شوي دي.

دا چې په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته زیان اوښتی، په خبرپاڼه کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي، خو وايي، د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو د قندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې هم یو شمېر کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي.

د خبرپاڼې په وینا د کمانډو ځواکونو په دې عملیاتو کې د چهاردرې ولسوالۍ ارباب سفر، قتل عام، شینواري او غلام علي کلي له طالبانو پاک کړي، د طالبانو درې مرکزونه یې له منځه وړي او ۱۲ کړۍ بېلابېل ماینونه یې کشف او شنډ کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي