سیمه ییز چارواکي فراه ولایت کې له افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ د دهزک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، جګړه هغه مهال ونښته، چې وسله والو طالبانو په یاده سیمه کې د افغان پوځ پر دریو پوستو بریدونه پیل کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې څلور افغان پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي، خو په وینا یې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۱۹ طالبان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ دغه شپږ ساعته جګړه د افغان هوايي ځواک پر مټ نن سهار څلور بجې پای ته ورسېده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فراه