۰

ایټالیا کې د تیلو ټاکنر چاودنې ۵۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

سی شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۱
راپورنه وايي، د ایټالیا په شمال کې د تېلو د یوه ټانکر موټر په چاودنه کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.
ایټالیا کې د تیلو ټاکنر چاودنې ۵۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
راپورنه وايي، د ایټالیا په شمال کې د تېلو د یوه ټانکر موټر په چاودنه کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د ایټالیا شمال لور ته د بولونا په ښار کې په یوه عمومي جاده کې رامنځ ته شوې ده.

په خواله رسنیو کې له خپرو شویو تصویرونو ښکاري، چې د تیلو بار ټیلر ټاکنر موټر له جادې سره ټکر کوي، چې وروسته اور اخلي او چاودنه رامنځ ته کېږي.

تر دې وروسته د اور لمبې زیاتېږي او تر پله لاندې ولاړو موټرو ته رسېږي، چې ورسره سم یو شمېر نور موتر هم اور اخلي، سوځي او چاودنه کوي.

ایټالوي رسنۍ وايي، په پېښه کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي د پېښې تر رامنځ ته کېدو وروسته پولیس یو شمېر لارې بندوي، چې له امله یې ترافیکي ګنه ګوڼه هم رامنځ ته کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي