۰
د اسلامي همکاریو سازمان:

موږ بله اجنډا نه لرو، د افغان د سولې له پاره دې هڅې ګړندۍ کړای شي

سی شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۷
د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د مکې مکرمې د سولې د پرېکړه‌لیک د عملي کېدو په خاطر له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د خبرو اترو او روغې جوړې لپاره هڅې پراخې او ګړندۍ کړي.
موږ بله اجنډا نه لرو، د افغان د سولې له پاره دې هڅې ګړندۍ کړای شي
د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د مکې مکرمې د سولې د پرېکړه‌لیک د عملي کېدو په خاطر له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د خبرو اترو او روغې جوړې لپاره هڅې پراخې او ګړندۍ کړي.

دغه سازمان یاده غوښتنه یو ځل بیا پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې جګړو یو ځل بیا زور اخیستی او ځانمرګي بریدونه زیات شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کابل کې د یاد سازمان سفیر پرون دوشنبې د زمري ۱۵ مه په همدې د یاد سازمان د سرمنشي له‌ خوا خپره شوې اعلامیه له رسنیو سره شریکه کړه ده.

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي یوسف اولتایمین همدې ناورینو ته په اشارې له افغان حکومت، سیاسي مشرانو او د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره کار وکړي.

د هغه له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ښاغلي اولتایمین د افغانستان د سولې په اړه د مکې معظمې له پرېکړه‌ لیک د جدي ملاتړ غوښتنه شوې ده.

حسين اونی بوتسالي وايي، د مکې له غونډې وروسته د اسلامي همکاریو سازمان او غړي هېوادونه تاریخي پړاو ته رسېدلي او تمه ده چې د سولې لپاره وروستۍ هڅې ګټورې تمامې شي.

هغه زیاته کړې«د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان دا وخت کومه بېله اجنډا نه‌ لري، بلکې د افغانستان د سولې او پخلاینې اجنډا تعقیبوي، زموږ سازمان د زمینو د برابرولو هڅه کوي، نه دا چې خپله‌ يې رهبري پر غاړه ولري، نو ځکه په ‌کار ده چې سولې او یوځای کېدو ته یو چانس ورکړو.

د نوموړي په وینا ښه دا ده چې د بدلون په دې موده کې تېر ته کتنه وشي، چې څنګه کولای شو د وینو تویولو روانه لړۍ ودرېږي.

ښاغلی بوتسالي وايي، د سولې پروسې کامیابۍ ته لازم فرصت برابر شوی او باید له دې چانسه سمه استفاده وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي