د کابل پولیس تاييدوي، چې د دغه ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر سرتېرو چاودنه شوې، او څلور سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي نن دوشنبې د زمري ۱۵ مه رسنیو ته و ویل، چې دغه پېښه پرون ماښام مهال ۸ بجې د پغمان ولسوالۍ د خواجه لګن په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې چسپکي ماین د افغان پوځیانو په یوه رنجر موټر پسې نښلول شوی و، چې د چاودنې له امله یې دوه سرتېري وژل شوي او دوه تنه ټپیان دي.
دی وايي، په چاودنه کې ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.
طالبانو د دغه چاودنې مسؤولیت پر غاړه اخیستی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دې چاودنه کې یې د پوځ پنځه سرتېري وژلي او موټر یې له منځه وړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل