۰
چارواکي:

طالبان د لوګر د ازره ولسوالۍ د نیولو هڅه کوي

دوشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۵
سیمه ییز چارواکي وايي، د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ ټولې لارې وسله والو طالبانو تړلې او د دغه ولسوالۍ د نیولو هڅه کوي.
طالبان د لوګر د ازره ولسوالۍ د نیولو هڅه کوي
سیمه ییز چارواکي وايي، د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ ټولې لارې وسله والو طالبانو تړلې او د دغه ولسوالۍ د نیولو هڅه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ازرې ولسوال حمیدالله حمید ویلي طالبانو د دغه ولسوالۍ د سقوط له پاره د نورو ولایتونو څخه هم جنګیالي دغه ولسوالۍ ته ورغوښتي دي.

د هغه په وینا د لوګر له ګاونډ پکتیا او ننګرهار ولایتونو څخه ګڼ شمېر طالبان ازرې ولسوالۍ ته ورغلي تر څو دغه ولسوالي ونیسي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د تېرو دریو ورځو راهیسې د دې ولسوالۍ ټولې لارې تړلې او هڅه کوي، چې ولسوالي سقوط کړي.

د ازرې ولسوال وايي، طالبانو پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه هم پیل کړي، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي.

دی زیاتوي، چې د لارو د بندښت له امله په ځینو سیمو کې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوې او خلک یې له ستونزې سره مخ کړي دي.

د لوګر د والي ویاند شمشاد لاروی هم په ازره ولسوالۍ کې ستونزې مني خو وايي طالبان دومره ځواک نه لري، چې دغه ولسوالي ونیسي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي