۰

د ټاکنو د طرحې په تړاو د سیاسي ګوندونو او حکومت ناستې بې پایلې پای ته ورسېدې

دوشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۲
د رتلونکو ټاکنو د طرحې په تړاو د ځینو سیاسي ګوندونو، ټاکنو د خپلواک کمېسیون او حکومت ګډې ناستې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.
د ټاکنو د طرحې په تړاو د سیاسي ګوندونو او حکومت ناستې بې پایلې پای ته ورسېدې
د رتلونکو ټاکنو د طرحې په تړاو د ځینو سیاسي ګوندونو، ټاکنو د خپلواک کمېسیون او حکومت ګډې ناستې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څه موده وړاندې یو شمېر سیاسي ګوندونو په یوه غونده کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او حکومت ته یوه طرحه وړاندې کړه، چې پر اساس یې ټاکنې باید په بایومتریک ستیم تر سره او په ټول کې انتخاباتي نظام باید بدلون وکړي.

د سیاسي ګوندونو له دغه غوښتنې وروسته افغان ولسمشر د خپل دوهم مرستیال سروردانش په مشرۍ یو پلاوی وټاکه، تر څو له ګوندونو او ټاکنو د خپلواک کمېسیون سره دغه ستونزه حل کړي.

د همدې ستونزې د حل په موخه له تېرو دوه اوونیو راهیسې د دغه کمېټو (د حکومت او سیاسي ګوندونو کمېټې) تر منځ منظمې خبرې اترې روانې وې، خو اوس د سیاسي ګوندونو استازي وايي، چې دغه ناستې او خبرې اترې بې نتیجې وې نو ځکه یې دوی هم د پای ته رسېدو اعلان کوي.

په دغه کمېټه کې د افغانستان د خلکو یووالي اسلامي ګوند استازي محمد ناطقي ویلي، له ګوندونو سره په پنځه ورځینو خبرو
نوموړي زیاته کړې«حکومت وايي موږ ټاکنې په همدې بڼه، کړنلارو او همدې نوم لیکنې پروسې پر اساس تر سره کوو، او تاسو یې باید نظارت او څارنه وکړی، خو سیاسي ګوندونو ورته و ویل، چې موږ نه غواړو له درغلیو ډکو ټاکنو نظارت وکړو، چې تاسو څه ډول درغلي کوۍ، سیاسي ګوندونه له درغلیو ډکې ټاکنې نه غواړي، او په همدې خاطر یې نن دغه ناستې پای ته رسېدلې اعلان کړې او ترې راووتل.»
کې جوته شوه، چې د ټاکنو کمېسیون، افغان حکومت او یوناما نه غواړي، چې ټولو ته د منلو وړ ټاکنې تر سره شي.

نوموړي زیاته کړې«حکومت وايي موږ ټاکنې په همدې بڼه، کړنلارو او همدې نوم لیکنې پروسې پر اساس تر سره کوو، او تاسو یې باید نظارت او څارنه وکړی، خو سیاسي ګوندونو ورته و ویل، چې موږ نه غواړو له درغلیو ډکو ټاکنو نظارت وکړو، چې تاسو څه ډول درغلي کوۍ، سیاسي ګوندونه له درغلیو ډکې ټاکنې نه غواړي، او په همدې خاطر یې نن دغه ناستې پای ته رسېدلې اعلان کړې او ترې راووتل.»

په ورته وخت کې د ولسمشر د دوهم مرستیال مطبوعاتي دفتر وايي، د ټاکنیزې طرحې د ارزونې په موخه د ګډې کمېټې ناسته کې دوهم مرستیال سروردانش په ۷ مادیزه جمع بندۍ سره  د حکومت نظر وړاندې کړ.

دغه دفتر وايي، په دې جمع بندۍ کې د حکومت او سیاسي ګوندونو تر منځ په ټولو ملي او مهمو مسایلو، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په خپلواک ساتلو، رڼو ټاکنو پر ناستو او خبرو اترو ټينګار وشو.

سرچینه زیاتوي ښاغلي دانش ویلي، چې حکومت د سیاسي ګوندونو له درې فقره یی طرحې سره په اصولو کې هېڅ مخالفت نه لري او کمېسیون اړ دی، چې سیاسي ګوندونو ته د جدي نظارت زمینه برابره کړي.

دغه زار یاد دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بایومتریک سیستم او ټاکنیز نظام د بدلون په اړه هم خبرې وشوې او د حکومت نظر دا دی، چې د تخنکي او وخت د کمېښت له لحاظه په بایو متریک سیتسم د ټاکنو تر سره کول د ډاد وړ نه دي او دغه راز د ټاکنیز نظام بدلون هم یو لوی او پراخ ملي بحث ته اړتیا لري.

خو ناطقي ویلي، چې د دې خبرو له ماتېدو سره سم نن دوشنبې له ۳۵ زیات سیاسي حزبونه، لوی ائتلاف، د ثبات او حراست شورا او دغه پخوانی ولسمشر او دوستان یې پرلپسې غوندې لري او که چېرته د سیاسي ګوندونو طرحه ونه منل شي، نو دغه ګوندونه او ائتلاف به بدیلې لارې او کړنلارې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي