۰

امریکا له افغانستان او پاکستان سره مرستې کمې کړې دي

دوشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۲
راپورونه وايي، دولت د ۲۰۱۹ کال په بودجه کې له افغانستان سره په ملکي او له پاکستان سره په نظامي برخو کې خپلې مرستې کمې کړې دي.
امریکا له افغانستان او پاکستان سره مرستې کمې کړې دي
راپورونه وايي، دولت د ۲۰۱۹ کال په بودجه کې له افغانستان سره په ملکي او له پاکستان سره په نظامي برخو کې خپلې مرستې کمې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکومت د امریکا کانګرس ته څو ورځې وړاندې د ۲۰۱۹ کال له پاره ۷۱۷ میلیارده بودیجه د تصویب په موخه لېږلې ده، چې د ۲۱۰۸ کل په سپتمبر میاشت کې به اجرا کېږي.

په دغه بودیجه کې امریکا له افغانستان سره په نظامي برخه کې پنځه میلیارده دالر او په ملکي برخه کې ۶۳۰ میلیونه ډالر په پام کې نیولي دي، چې دا د تېر په پرتله کمه مرسته ده، ځکه په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان له پاره په ملکی برخه کې یو میلیارد ډالرو ته رسېده.

امریکا ویلي، دغه ۶۳۰ میلیونه ډالر به په ملکي او انکشافي برخو کې لګول کېږي، خو په نظامي برخه کې مرسته به د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د افغان ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه کې ولګول شي.

په ورته وخت کې امریکا په دې بودجه کې له پاکستان سره هم مرستې راکمې کړې او هغوی ته یې هم د تېر په پرتله ډېرې کمې پیسې په پام کې نیولي دي.

د امریکا په نوې بودیجه کې یوازې ۳۳۶ میلیونه ډالر پاکستان ته ځانګړي شوي دي، چې له دې ډلې ۲۵۶ میلیون یې ملکي مرسته او یوازې ۸۰ میلیونه یې نظامي مرسته بلل شوې ده.

د ټرمپ ادارې ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پام وړ لاس ته راوړنې نه لري نو ځکه یې خپلې ملکي او نظامي مرستې ورسره کمې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي