ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له افغان حکومت پرته هېڅوک او هېڅ هېواد د افغان سولې په اړه کومه پرېکړه نه شي کولای.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ ویلي له طالبانو سره خبرې اترې او سوله یوازې د افغان حکومت کار دی.
ارګ دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې د امریکا یوه پخواني سفیر راین کراکر ویلي د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې د افغان حکومت مشروعیت تر سوال لاندې راولي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د کراکر همدې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې بهرنیان د افغان سولې په اړه کومه پرېکړه نه شي کولای.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي آزادۍ رادیو ته ویلي، چې چې د امریکا په ګډون نور هېوادونه د سولې په برخه کې اساتیاوې برابرولی شي، خو د مذاکرو مخ ته وړل د افغان حکومت کار دی.
نوموړي زیاته کړې«هر ډول مذاکره چې کېږي اصلي لوری د افغانستان حکومت دی، د سولې مدیریت او طرح د افغان حکومت ده، په هېڅ وجه کوم بل هېواد د افغانستان په استازیتوب نه شي کولای د سولې خبرې وکړي، بلکې کوم اقدامات چې کېږي هغه یوازې اسانتیا برابروي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په یوه غونده کې په څرګندو ټکو ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې یوازې د افغان سولې له پاره د زمینې برابرو په موخه نه دي.
نوموړي ویلی و، دا خبرې په دې مانا نه دي، چې ګنې امریکا او طالبان به کومه پرېکړه کوي، بلکې دا د سولې د خبرو له پاره د زمینې برابرو په موخه تر سره شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل