سیمه ییز چارواکي وايي، د پکتیا ولایت په لجه منګل ولسوالۍ کې جګړه پیل شوې، چې لا هم دوام لري، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ځايي چارواکو په خبره جګړه تېره شپه (د زمري ۱۳ مه) پیل شوې، چې اوس هم روانه ه.
د پکتیا د ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل وايي، وسله وال طالبان د ولسوالۍ ودانۍ ته نېږدې شوي او ډزې پرې کوي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال زار محمد مندوزی هم د جګړې پخلی کوي خو وايي، ولسوالۍ ته د ځانګړو ځواکونو قطعه په لار ده او ډېر ژر به حالات کابو کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ګردېز لخوا ځانګړي او د ولسوالي له بلې خوا څمکنيو ولسوالي سرحدي ځواکونه د مرستې لپاره رسېدلي دي او ژر به حالات کنټرول کړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل