۰

کونړ کې ۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي

شنبی ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۸
په ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کونړ کې ۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي
په ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ختیځ زون کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي ویلي، چې افغان ځواکونو له تېرې ورځې راهیسې د کونړ په اسمارو ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان ځواکونه د یادې ولسوالۍ په شال شنګر او ډپ خوړ سیمو کې له وسله والو سره په جګړه کېوتي، چې تر اوسه په کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او له دې زیات نور ټپیان شوي.

دی وايي، په عملیاتو کې هوايي ځواک هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، چې په سیمه کې اوس هم عملیات او جګړه روانه ده.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند زیاته کړې، په جګړه کې ۴ افغان پوځیان هم ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه قول اردو د کونړ ولایت د ناړې ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې هم د عملیاتو پر مهال د ۱۵ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

۲۰۱ سېلاب قول اردو وایي، په دوکلام سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۷ وسله وال وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي، چې ټول پاکستاني وګړي دي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي