۰

کونړ کې ۷ پاکستاني طالبان وژل شوي دي

شنبی ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۵ پاکستاني طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کونړ کې ۷ پاکستاني طالبان وژل شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۵ پاکستاني طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ختیځ زون کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د کونړ په ناړې ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، د همدې عملیاتو پر مهال د ناړې ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې ۷ پاکستاني وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وايي، عملیات لا هم دوام لري، چې پوځیان، پولیس او ملي امنیت ځواکونه یې په ګډه تر سره کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او له افغان ځواکونو هوايي او توپچي ملاتړ هم شته.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي