۰

د جلال آباد ښار امنیت افغان پوځ ته وسپارل شو

چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۹
سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت امنیتي چارې د نورو ځواکونو تر څنګ د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو.
د جلال آباد ښار امنیت افغان پوځ ته وسپارل شو
سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت امنیتي چارې د نورو ځواکونو تر څنګ د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو.

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سر له نن چهارشبنې د زمري ۱۰ مې به د جلال آباد ښار امنیتي وضعیت د افغان پوځ له خوا ساتل کېږي.

د جلال آباد ښار امنیت په داسې حال کې افغان پوځ ته سپارل کېږي، چې په روان اوونۍ کې دا درېیم ځل دی، چې په دې ښار کې ډلیز خونړی وسله وال برید تر سره کېږي.

وسله والو پرون د دې ولایت د کډوالو چارو ریاست پر ودانۍ برید وکړ، چې د چارواکو په خبره ۱۶ تنه په کې وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

دغه برید دریو بریدګرو کړی و، چې لومړی یې ځان ته چاودنه ورکړه او دوه نور یې د افغان امنیتي ځواکونو سره په شپږ ساعته جګړه کې و وژل شول.

تر برید وروسته د ننګرهار والي حیات الله حیات په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې د ننګرهار امنیتي وضعیت نور هېچا ته د منلو وړ نه دی.

نوموړي زیاته کړې چې د قول اردو د قوماندانۍ په همکارۍ یې د جلال اباد ښار لپاره بېړني او ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.

په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت هم وایي، دوی به د ننګرهار د امنیت لپاره هلې ځلې وکړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش ویلي، جلال اباد ښار کې به امنیتي او دفاعي ځواکونه، نویو ګواښونو ته په پام خپل تدابیر او په ښار کې د ننه عملیات پراخ کړي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي