۰

ولسمشرغني له خپل لومړي مرستیال جنرال دوستم سره وکتل

دوشنبه ۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له څه باندې یو کال وروسته د خپل لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره وکتل.
ولسمشرغني له خپل لومړي مرستیال جنرال دوستم سره وکتل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له څه باندې یو کال وروسته د خپل لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره وکتل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست پر فسبوک پاڼه لیکل شوي، چې ولسمشر غني نن دوشنبې د زمري ۸ مه په خپل دفتر کې له ښاغلي دوستم سره کتلي دي.

اجرائیه ریاست وايي، په دې لیدنه کې د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم ګډون درلود.

که څه هم اجرائیه ریاست په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي، چې ښاغلي غني، ښاغلي عبدالله، ښاغلي دوستم او ښاغلي دانش د هېواد په روانو حالاتو خبرې اترې کړې دي.

باید و ویل شي، چې جنرال عبدالرشید دوستم له څه باندې یو کال جلا وطنۍ وروسته تېره اوونۍ افغانستان ته راستون شو، خو تر اوسه یې له ولسمشر سره نه و، لیدلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي