راپورنه وايي، د اندونیزیا په یوه سیاحتي سیمه کې سختې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې خلک په خوب ویده و، چې ۶،۴ درجې زلزلې تر ډېره د لومبوک سیاحتي جزیرې برخې ولړزولې.
اندونیزیايي پولیس وايي، د دغه زلزلې له امله درې تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو د اوښتو زیانونو کچه نه ده یاده کړې، خو وايي چې په سیمه کې اکثریت ودانۍ او کورونه زیانمن شوي دي.
د لومبوک دا جزیره مهمه سیاحتي سیمه ګڼل کېږي چې لسګونه خلک یې لیدلو ته ورځي.
جمهورخبري آژانس:کابل