افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ بادغیس ولایت ته ولاړ او ټاکل شوې چې د دغه ولایت له چارواکو ولسونو سره به مهمې غونډې ولري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غنی او ورسره پلاوی نن پنشنبې د زمري ۴ مه سهار بادغیس ولایت ته ورسېده او د سفر موخه یې هم په بېلا بېلو برخو کې د دغه ولایت جاج اخستل دي.
باید و ویل شي، چې پرون د بادغیس چارواکو هم ویلي و، چې د ولسمشر د ورتګ له پاره یې د جدي امنیتي تدابیرو تر څنګ مراسمو ته چمتوالی نیولی دی.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشر تر دې وړاندې، پکتیا، ننګرهار، لغمان او ځینو نورو ولایتونو ته هم په دوه ورځنیو سفرونو تللی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل